تر نورو ړومبی ای ایس ای باید په تور لیست کې ونیول شي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د جرمني د وتلې رسنۍ شپیګل په وینا د ویکي لیکس ویبپاڼې لخوا په خپرو شویو څه له پاسه نوي زرو لاسوندونو کې د پاکستان نوم  اخیستل کیږي او په ډاګه کیږي چې د افغانستان حکومت مخالفې ډلې طالبان، د حقاني شبکه، د حکمتیار اسلامي ګوند او القاعده په بېلا بېلو بڼو د پاکستان له استخباراتي شبکې ای ایس ای سره اړیکي لري .

د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کامرون چې د ویکي لیکس په مټ د افغانستان د جګړې د محرمو اسنادو له افشا کولو یوه ورځ وروسته هندوستان ته تللی و ، نوي ډهلي کې د هند لومړي وزیر ښاغلي من موهن سنګ سره په ګډ خبري کنفرنس کې ویلي و « هیڅوک په دې کې شک نه لري چې تروریستي ډلې پاکستان څخه صادریږي ، دا ډلې باید وځپل شي او له منځه یوړلې شي . نوموړي اسلام اباد سخت سپک کړ او ویلي و، پاکستان ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د تروریزم صادرول پراخ کړي. »

کامرون دا څرګندونې، د ویکي لیکس لخوا د افغانستان د جګړې د پټو اسنادو له افشا کولو، یوه ورځ وروسته کړې وې .

 په بله پراختیا کې چې ټاکل شوې وه  « د پاکستان د ای ایس ای مشراحمد شجاع پاشا په څو راتلونکو ورځو کې لندن ته لاړ شي خو په هند کې د بریتانیا د لومړي وزیرڅرګندونې ددې لامل شوې وې چې د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې ترینګلې شي . د پاکستان د استخباراتو مشر روسته تر دې لندن ته خپل سفر لغوه کړ چې د بریتانیا لومړي وزیر ویلي و ، پاکستان نورې نړۍ ته تروریزم صادروي .

خو د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون د تروریزم ضد جګړې کې د پاکستان د سوابقو په اړه له خپلو څرګندونو څخه دفاع وکړه او وایي ، مهمه ده چې سپینې او څرګندې خبرې وکړو. »
د بریتانیا لومړي وزیر پخپلو پورته څرګندونو کې دوه ټکو ته ګوته نیسي : لومړی ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان سوابقو ته چې هیڅکله څرګندې او ښې نه وې او په ناویلې توګه د پاکستان دوه مخۍ او منافقت ته اشاره کوي او دویمه دا چې « پاکستان نورې نړۍ ته تروریزم صادروي » .

دلته د بریتانیا د لومړي وزیر په خبرو کې له ورایه ښکاري چې د تروریزم مرکز اسلام اباد دي . که په وزیرستان ، کویټه او یا کراچۍ کې دا یا هغه ترهګره ډله پټه ده او له هغه ځایه افغانستان ، هند او نړۍ په نښه کوي چاره يي باید په اسلام اباد کې وشي ! نوموړي ځایونه د تروریزم څانګې او ښاخونه دي مرکز يي بیا هم اسلام اباد دی !

خو د بریتانیا د لومړي وزیر په خبرو کې دوه لويي نیمګړتیاوې لکه د لویدیځ د نورو سیاستوالو پشان دا دي چې نه وايي ای ایس ای دې د ترهګرو په تور لیست کې شامله شي او یوازې په سپينو خبرو تکیه کوي نه د ای ایس ای په وړاندې د غوڅ او قاطع عمل !     

بلخوا د جولای په ۱۴مه امریکايي سناتور کرل ایم لیون چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر دی او سیمې ته يي سفر کړی و ، پوښتنه وکړه چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ولې د طالبانو دوې ترټولو قوي ډلې ، چې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره جنګېږي، د ترهګرو پخپل لیست کې نه دي شاملې کړي.

نوموړي سناتور د امریکا له بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټن څخه وغوښتل چې د ملاعمر او حقاني ډلې په خپل تورلیست کې ونیسي.

 

دا ډول پوښتنې د مې په میاشت کې هم راپورته شوې وې چې د نیویارک په ټایمز چوک کې د بمي برید هڅه شوې وه او وروسته څرګنده شوه چې بم ایښوونکي ته پاکستاني طالبانوامکانات برابر کړي وو.

 

یوشمېرامریکايي سناتورانو هغه وخت هم هیلري کلنټن څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه ، ولې پاکستاني طالبان چې نوموړي هېواد کې د ګڼوحملو مسوولیت په غاړه اخلي ، د تروریستانو په لیست کې نشته.

 

 همدارنګه افغان غږ اژانس چې خبر يي له «اوا » څخه راخیستی وايي ، واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې د جولای په ۲۸ مه  خبر خپورکړ چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیوید پیترایوس هڅه پیل کړې چې د حقاني ډله په تورلیست کې شامله شي  .
د ورځپاڼې د رپوټ له مخې پيټرایوس دا خبره تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره په خبرو کې طرحه کړه . په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په دې موضوع جدی غور روان دی .       

د ملګروملتو په تور لیست کې د طالبانو څه باندې یوسلو دېرش غړیو نومونه شامل دي خو د ډلې په توګه هسي چې القاعده شامله ده ، طالبان په دې لیست کې شامل نه دي .

 

بلخوا د جولای۲۸ مه په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو نوي نومول شوي قوماندان جنرال جېمزماتیس په تورلیست کې د ملاعمر اوجلال لدین حقاني ، چې په بلوچستان او قبایلو کې مېشت دي ، د شاملېدو غوښتنه وکړه.

امریکايي چارواکو په وروستیوکې هلې ځلې پیل کړي چې د کوټې د شورا او د حقاني د ډلې مخه باید ونیول شي، د هغوی شتمنۍ کنګل شي او پاکستان ته غښتلی پیغام واستول شي څو د خپلو سرحداتو دننه یاغیان وځپي.

جنرال جیمز وايي دی د پاکستان د استخباراتو دننه له یاغیانو سره د یو شمیر کړیو د اړیکو پر ، انګیزې نه پوهیږي .

دلته که جنرال جیمز ځان او نور تېرنه باسي ، د پاکستان د استخباراتو او ترهګرو ترمنځ اړیکي له ترهګرۍ پرته بل څه کیدی شي ؟ د افغانستان له ورانۍ پرته څه کیدی شي ؟

همدارنګه د کلید ګروپ په خبر « د حقاني شبکې په برخه کې چې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حمیدګل د دغه هېواد ملګرې بللې ده ، امریکا لاهم په خپل هوډ کلکه ولاړه ده . څو ورځې مخکې رسنیو خبر ورکړ، چې د حقاني شبکې د دریو مشرانو، نصيرالدين حقاني، ګل اغا ساکزي او امير عبدالله پر شتمنيو نوي بنديزونو لګول شوي دي . امريکايي چارواکو ادعا کړې چې د دې بنديزونو په مټ به د جنګياليو مالي او نظامي زور دړې وړې کړي. د امريکا د دغه بنديزونو لومړی هدف نصيرالدين حقاني دی، چې د حقاني د ډلې استازی او د سراج الدين حقاني ورور دی او د خپل پلار جلال الدين حقاني په مشرۍ د جنګ مشرتوب کوي

بلخوا د رسنیو د خبر له مخې امریکا ، پر جنرال حمید ګل نیغ په نیغه تورلګوي چې القاعدې سره اړیکې لري .

دلته له دغو مستندو یادونو څخه موخه دا ده کله چې لویدیځ په دې باور دی چې ترهګر په پاکستان کې دي . په اسلام اباد کې د ای ایس ای لخوا روزل ، پالل او وسلوال کیږي . افغانستان ، هند او نړۍ ته صادریږي ، نو بیا خو د ترهګرو مور اسلام اباد او په اسلام اباد کې ای ایس ای ده . د فساد سرچینه خو ای ایس ای ده ، دا نور خو يي شاخونه دي !

کله چې ای ایس ای ختمه شي ، څانګې او شاخونه يي چې لښکرطیبه ، جمعیت العلما ، د ملاعمر او حقانې ډلې ، د ګل بدین اسلامي ګوند ، القاعده او نور دي خپله وچیږي .   

نو پکار دا ده چې ترټولو ړومبی ای ایس ای په تور لیست کې ونیول شي او د خپلو جنایتونو سزا وګوري ، ختمه شي !

د ۲۰۱۰ کال د اګست لومړۍ

 


August 2nd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی